په افغانستان کښې نن وړومبۍ روژه ده
Apr 02, 2022 12:32 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د کار او اجتماعي چارو وزارت نن د اپرېل دويمه نېټه د روژې د مبارکې مياشتې وړومبنۍ ورځ اعلان کړه
د افغانستان د شفقنا د خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانو موقته حکومت کار او اجتماعي چارو د وزارت د اعلان له مخې د روژې د مبارکې مياشتې وړومبۍ ورځ په افغانستان کښې تعطيل دے.
همدارنګ د طالب چارواکو د خبرپاڼې له مخې د روژې په مبارکه مياشت کښې به اداري او کاري ساعتونه له سحر اتو بجو ترماسپښين يوې بجې پورې وي.