د طالبانو د دفاع وزارت له پاکستان سره په پوله کښې پوستې جوړوي
Apr 11, 2022 07:51 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ کښې د طالبانو امنیتي مسولین له پاکستان سره په پوله کښې د فوځي پوستو د جوړېدو خبر ورکوي.
د افغان رسنيو د رپوټ مطابق افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي رسنيوته وویل، د ملي دفاع وزارت په لارښوونه به د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ او نورو سیمو کې له پاکستان سره په پوله کښې د افغان ځواکونو۴۶ نوې پوستې جوړې کړي.
نوموړي وويل، د یادو پوستو جوړېدو هدف په سیمه کښې د ورانکاره فعالیتونو مخنیوی او د خلقو د امنیت خوندیتوب دے.