بهر ته ته تللي کسان دې بیرته راستانه شي
(last modified Tue, 26 Apr 2022 02:57:14 GMT )
Apr 26, 2022 07:27 Asia/Kabul
  •  بهر ته ته تللي کسان دې بیرته راستانه شي

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په بهر ته تللو کسانو غږ کړے چې بېرته دې هېواد ته راستانه شي.

نوموړي پرون ناوخته په کابل کې د قرانکریم د ختم په مراسمو کښې ویلي چې د پخواني حکومت لوړ پوړي چارواکي په هېواد کې ژوند کوي او په خبره یې حکومت یې بشپړ امنیت خوندي کړے دے.

هغه څرګنده کړې چې نور په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ دلیل نشته. ده په ورته وخت کې د طالب حکومت په سرتېرو غږ کړے چې د وسایطو له ناسم کارولو څخه ډډه وکړي او زیاته کړې یې ده چې باید اوسنی حکومت ځان بسیاینې ته ورسېږي او پیاوړے شي.

سراج الدین حقاني یو ځل بیا د خپل حکومت سرتېرو او نورو چارواکو ته ویلي چې له ولس سره ښه چلند وکړي.ده زیاته کړې چې که هر څومره حکومتي چارواکي او سرتېري له ولس سره ښه چلند وکړي، د حکومت د پیاوړتیا لامل کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې لاهم د هېواد په بېلابېلو برخو کې له خلکو سره د طالبانو د حکومت د امنیتي ځواکونو په چلند نیوکې موجودې دي.

خو طالبان ډاډ ورکوي چې په ټول وس به د داسې پېښو مخه نیسي.

 

ټیګونه