د طالبانو خارجه وزیر او د شیعه ټولنې مشرانو کتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي او د علماو د شورا غړیو او د دغه هیواد د شیعه ټولنې یوشمیر نفوذ لرونکو کسانو له یوبل سره کتنه وکړه او د افغانستان د بیلابیلو مسائیلو په هکله یې خبرې وکړې .
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په دغه کتنه کښې چې د کابل په مدرسه خاتم النبین صلی الله علیه واله وسلم مدرسې کښې او د ایت الله صالحي او د شیعه علماو د شورا د مشر او مرستیال استاد محمد اکبري ، د ټرانسپورټ د پخواني وزیر سید محمد علي جاوید ، د مهاجرینو د چارو د پخواني وزیر سید حسین عالمي بلخي ، سید هادي هادي او د دغه هیواد د شیعه ټولنې د ګڼ شمیر علماو او نفوذ لرونکو کسانو په ګډون سره وشوه د بیلابیلو مسائیلو په هکله مفصل بحثونه وشول .
د افغانستان د شیعه علماو شورا تل د طالبانو په موقته حکومت کښې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د رول او د ځایګي غوښتنه کوي .
له دې مخکې هم د افغانستان د شیعه علماو شورا غړي په ځلونو د طالبانو له چارواکو سره په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا په هکله خبرې کړي وې .
طالبانو له تیر میلادي کال راهسې واک په لاس کښې اخسیتی دی او د موقته حکومت په جوړولو سره یې په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه کړي ده خو تراوسه یې دغه ژمنه نه ده عملي کړي .
طالبانو ډله په افغانستان کښې واک ته له رسیدا راهسې تل د شیعه مسلمانانو په جوماتونو کښې د ترهګرو بم چاودنو او د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هیوادونو لخوا د طالبانو د حکومت په رسمیت د نه پيژندلو په شمول له بیلابیلو کړکیچونو او مشکلاتو سره مخامخ ده .