افغانستان کښې وبا لا زور اخیستی دی
(last modified Sat, 16 Jul 2022 07:21:29 GMT )
Jul 16, 2022 11:51 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې وبا لا زور اخیستی دی

د افغانستان په غزني ولایت کښې د روغتیا او درملنې د برخې چارواکو په دغه ولایت کښې هم د وبا د خوریدو خبر ورکړی دی

لکه څنګه چې نړیوالو سازمانونو اټکل کړی وی، په افغانستان کښې د درملیزو امکاناتو نشتوالي ته په پام سره د اوړي د موسم د پیلیدو له امله ساري ناروغۍ پراخې شوې دي او پرې د اخته کسانو او له امله یې د مړو شمیر هم زیات شوی دی.

شفقنا خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو د موقته حکومت د روغتیا د برخې مسئولانو وویل: د غزني ولایت ډیر خلک په وبا اخته شوي دي.

د څښلو ناسالمې اوبه د وبا د پراختیا ستره وجه بلل شوې ده.

په دې وروستیو اونیو کښې په هلمند، دایکندي، قندهار او زابل ولایتونو کښې سلګونه کسان په وبا اخته شوې دي.

دغې ناروغۍ په هلمند ولایت کښې ۲۰ تنه او په دایکندي کښې یې ۱۱ کسان وژلې دي.

 

ټیګونه