د افغانستان شیعه علماوو د محرم د امنیت د تامینولو غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال وايي د افغانستان شیعه علماوو د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې د محرم د مراسمو امنیت تامین کړي.
پرون د محرم د میاشتې د امنیت په ښه ډول د تامینولو په هدف سره د افغانستان په مزار شریف ښار کښې د محرم د میاشتې او د حسیني عاشورا د مراسمو په پرتمین ډول د ترسره کولو په هکله د هیواد د شمالي ولایتونو د جوماتونو او د امامباړو د مسوولانو او د جوماتونو د خطیبانو مشورتي غونډه وشوه.
په دغو غونډې کښې ګډون کوونکو ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت او د چارواکو لخوا د محرم د میاشتې او د عاشورا د ورځې امنیت په دقت او کاملې هوښیارۍ سره ټینګ شي.
د جولاۍ د میاشتې دیرشمه نیټه د محرم د میاشتې له لومړۍ نیټې سره سمون خوري.
حضرت امام حسین علیه السلام د سوچه محمدي اسلام د ساتلو لپاره په کربلا کښې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ او د ملګرو په قربانولو سره د دنیا ټولو خلکو ته د پتیالیتوب او د عزت درس ورکړ.
حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په پیښه کښې په صراحت سره ټینګار وکړ: زما هدف د اسلام ضد حکومت رسوا کول او د امر به معروف او د نهي ازمنکر ټینګول او د ظلم او د ستم په مقابل کښې دریدل دي.»