قطر له افغانستان سره د تیلو په زمینه کښې مرسته کوي
Jul 28, 2022 00:52 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي قطر له افغانستان سره د تیلو په برخه کښې ملګرتیا ته چمتو دی.
قطر له پاکستان سره یوځاې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت اصلي ملاتړی دی.
په کابل کښې د قطر سفیر سعید بن مبارک الخیارین وویل دوحه چمتو ده چې په افغانستان کښې د طالبانو له حکومت سره د تیلو په برخه کښې ملګرتیا وکړي.
د طالبانو د موقته حکومت د پیټرولیم او د معدنونو وزیر شهاب الدین دلاور هم په ټویټر پیغام کښې ویل په کابل کښې د قطر سفیر د افغانستان له خلکو سره د اقتصادي پرمختګ او د تیلو په برخه کښې د دوحې په ملګرتیا ټینګار وکړ.
ټیګونه