نړیواله ټولنه دې له سیل ځپلو افغانانو سره فوری مرستې وکړي
(last modified Wed, 24 Aug 2022 00:37:13 GMT )
Aug 24, 2022 05:07 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې له سیل ځپلو افغانانو سره فوری مرستې وکړي

 د طالبانو موقته حکومت  دوروستیو سیلابونو  له اړخونو سره د مقابلې لپاره  پر نړیوالو اورګانونو او موسیسو غږ کړی ، چې  له سیل ځپلو افغانانو سره دې سملاسي مرستې وکړيږ

 په افغانستان کې په همداوروستیو کې  سختو ورښتون واوسیلابونو پر مرګ ژوبلو سربیره  ددغه هیواد پر ولس ډير زیات تاوانونه تپلی دي  او د افغانستان کړیدلی ولس چې له تیرو دوو لسیزو راهسې  دامریکائي عسکرو  د نیواک له امله  ئې بیخ بینائي تاسیسات هم له منیځه تللي او ورپسې  واک ته د طالبانو په رسیدا پسې امریکا ورباندې اقتصادي بندیزونه هم لګولي  او دژوند تیرول ورته سخت شوي وو، ډيرو زیاتو ورښتونو اوسیلابونو  ئې هم ژند څو چنده له مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره  مخ کړی دی .

 زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  دافغانستان د موقته حکومت د کډوالو دچارو وزارت  پرون دهیواد په ډيرو زیاتو سیمو کې د ویجاړونکو سیلابونو  په رامینځةکیدا پسې  دبیړنۍ ناستې په پاي کې  له نړیوالو  اورګانونو اوموسیسو دسملاسی  مرستې غوښته کړې ده .

دغه بیړنۍ غونډه د طالبانو دموقته حکومت د چارواکو او  د ملی او نړیوالو اورګانونو د استازو په شتون سره ترسره شوې ده .

دکډوالو دچارو دو زارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د سیل له امله  تاوانونو ته په اشارې سره  ووئيل،له درستو شتمنو  افغانانو او ملی او نړیوالو موسیسو غواړو  چې د وروستیو سیلابونو له امله تاواني شوو خلکو سره دې مرستو ته  ودانګي .

داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د موسم پيژندونکي ادارې  بیا هم د هیواد په دوویشتو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیل په باب  خبرداری ورکړی دی.

 

ټیګونه