طالبانو محصلې نجونې له هیواده بهر ته پرې نښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120232-طالبانو_محصلې_نجونې_له_هیواده_بهر_ته_پرې_نښودلې
طالبانو هغو لسګونو افغانستاني محصلو نجونو ته، د مَحرم سړي د نه لرلو په وجه، قطر هیواد ته د تګ لپاره په الوتکه کښې د کښیناستو اجازه ورنه کړه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 02:54 Asia/Kabul
  • طالبانو محصلې نجونې له هیواده بهر ته پرې نښودلې

طالبانو هغو لسګونو افغانستاني محصلو نجونو ته، د مَحرم سړي د نه لرلو په وجه، قطر هیواد ته د تګ لپاره په الوتکه کښې د کښیناستو اجازه ورنه کړه

د محرم سړي د نه لرلو په وجه بهر ته د محصلو جینکو له سفر سره د طالبانو د مخالفت خبر وړومبۍ د پنجشنبې په مازیګر په کورنیو رسنیو کښې خپور شو او بیا مډل ایسټ آيي په کابل او قطر کښې د خپلو سرچینو په حواله تایید کړ.

په دې لړ کښې یوې محصلې جینۍ چې له ویرې یې د نوم د نه څرګندولو غوښتنه کړې، وویل: ۱۲۰ محصلینې د پنجشنبې په سهار هوايي ډګر ته لاړې او د تلاشۍ او د بورډنګ کارډ اخیستو ټول مراحل یې ترسره کړل او حتی په پاسپورټونو یې د خروج مهر هم ولګول شو خو په پاې کښې ورته د افغانستان آریانا ایرلاینز په الوتکه کښې د سوریدو اجازه ورنه کړې شوه.

دغې ۱۷ کلنۍ جینۍ وویل چې ناڅاپه طالبانو د الوتکې د زینو مخې ته ایسارې کړې او الوتکو ته له ختو یې منع کړې. هغوي دغه جینکۍ څلور ساعتونه په ټرمینل کښې وساتلې او سپکاوی یې هم وکړ.