ایران په جلال اباد کښې د شکرې د ناروغۍ درملیز مرکز جوړوي نور حال په راپور کښې لرو
(last modified Mon, 05 Sep 2022 01:28:26 GMT )
Sep 05, 2022 05:58 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی په جلال اباد کې به د ایران د اسلامي جمهوریت په مرسته د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنی مرکز پرانستل شي.

دا مرکز به د افغانستان د ختیزو ولایتونو وګړو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کوي.

په کابل کې د ایران د اسلامي  جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوی  جلال اباد ته د خپل سفر پرمهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر امیر محمد افتاب سره په دې سیمه کې پر روغتیایي ستونزو او نورو اړوندو چارو بحث اوخبرې وکړې . په دې ناسته کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریس له افغانانو سره  د ایران اسلامي جمهوریت  کړو او روانو مرستو له امله پر قدرونه سربیره د سفیر له مرستیال څخه  په جلال اباد کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د یو مجهز روغتیایی مرکز د جوړیدو غوښتنه وکړه .

 نوموړي وویل دوې به یوه ودانۍ د دې مرکز د جوړیدو لپاره په واک کې ورکړي .

 ډاکتر امیر محمد افتاب دغه رازپه ایران کې  ددې مرکز د کارکوونکو د روزنې غوښتنه هم وکړه.

 په کابل کې د ایران د  اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوی وویل کله چې ودانۍ ددوې په  واک کې ورکړل شي د فني کارکوونکو یو ټیم به جلال اباد ته راواستوي چې د دې روغتیایی مرکز اړتیاوې په ګوته کړي.

ښاغلي مرتضوي وویل د فني کارکوونکو تر ارزونې وروسته به دمرکز اړتیاوې پوره شي  او هغه روغتیایي کارکوونکی چې په دې مرکز کې ګمارل کیږي دروزنې لپاره به دایران اسلامي جمهوریت ته واستول شي او یا به له هغه ځایه د دوې د روزنې لپاره مسلکي کسان راوغوښتل شي.

سید حسن مرتضوي وویل دا مرکز به د ختیزې سیمې په کچه د شکرې ناروغانو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او هم به دهغوې لپاره لازمې سلا مشورې ورکوي.

د شکرې ناروغي په ختیزه سیمه کې دډیرو خلکو ژوند ګواښي. پر دې ناروغۍ ډیری اخته کسان د اقتصادي ستونزو له امله ددرملنې وړتیا نه لري . د چارو کار پوهان  پر دې باور دي چې ددې مرکز په جوړیدو سره به د شکرې ناروغانو ستونزې تر ډیره بریده راکمې شي.

 

ټیګونه