پاکستان کې د سېلابونو له امله زرګونه افغان ماشومان هم بېکوره شوي
د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، په پاکستان کې لسګونه زره افغان کډوال وروسته تر دې بېکوره شوي چې د کډوالو اړوند کمپونه یې وروستیو سېلابونو ویجاړ کړل.
د ماشومانو د ملاتړ موسسه وايي، په پاکستان کې لسګونه زره افغان کډوال وروسته تر دې بېکوره شوي چې د کډوالو اړوند کمپونه یې وروستیو سېلابونو ویجاړ کړل.
بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا هغه صوبې دي چې د ماشومانو د ملاتړ موسسې له قوله، د ۱،۳ میلیونه افغانانو کورونه پهکې دي. د ماشومانو د ملاتړ موسسې په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی لیکلي چې په دغو افغان کډوالو کښې سم نیمايي ماشومان دي.
خو په همدې سیمو کې وروستیو سېلابونو هغه افغانان ډېر ځپلي چې د کډوالو په کمپونو کې مېشت وو. د دې موسسې د راپور پر بنسټ، په بلوچستان کې څه باندې ۳۱۰ زره افغان کډوال ژوند کوي چې د اټکل له مخې، سېلابونو یې د ۶۵۰۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ کړي او ډېر نور یې زیانمن شوي دي.