په افغانستان کې دې  د نجونو ښوونځي زر پرانیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122736
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو تل له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدو برخه کې د طرحې جوړېدو خبره کړې، خو تر اوسه ئې  نه یوازې یاده طرحه نه‌ده جوړه شوې، بلکې جزیات یې هم له خلکو سره نه‌دي شریک شوي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 26, 2022 04:59 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دې  د نجونو ښوونځي زر پرانیستل شي

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو تل له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل کېدو برخه کې د طرحې جوړېدو خبره کړې، خو تر اوسه ئې  نه یوازې یاده طرحه نه‌ده جوړه شوې، بلکې جزیات یې هم له خلکو سره نه‌دي شریک شوي.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ،د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په بلخ کې د دیني عالمانو له هغې غونډې ملاتړ کړی، چې په ترڅ کې یې د ملي مشارکت د ټینګښت لپاره خپل غږ پورته کړی.

په راپور کې وئيل شوي همدارنګه حامد کرزي د ارزګان ولایت  د اوسېدونکو د دې غوښتنې هرکلی وکړ، چې ويلي دي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي.

حامد کرزي ویلي د افغانستان ټول خلک له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د نجونو لپاره مینځني او عالي ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي.

دغه راز د افغانستان د ښځو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د نجونو پر زده کړو باندې ټینګار کړی دی.

بلې خوا د ملګروملتونو د ښځو د ملاتړ ادارې هم خبرداری ورکړی چې طالبانو پوره هڅه کړې چې ښځې له ټولنیز فعالیت څخه منع کړي.

د نجونو د تعلیم او د ښځو د حقونو فعالان پدې نظر دي چې طالبان له ټولو بشري حقونو ښکاره سرغړونې کوي، خو طالبان وایي دوی شرعیت تطبیقوي.

له یوه کاله ډېره موده وشوه چې طالبان په  افغانستان کې واک ته رسېدلی، خو لا یې هم له شپږم ټولګي د پورته ګڼ‌شمېر انجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.