طالبانو د شیعه علماو د شورا له مشر سره کتلي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو حکومت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې لپاره د هیواد د شیعه علماو د شورا د ملګرتیا غوښتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې پلاوي پرون په کابل کښې د افغانستان د شیعه علماو د شورا له مشر او مرستیال سره په غونډې کښې له اهل تشیع علماو وغوښتل چې د جوماتونو په منبرونو باندې د تبلیغ له لارې له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د ضرورت، د کوکنارو د کر د مخنیوي ، د نشه ییزو موادو د قاچاق او له هغو د استفادې د مخنیوي لپاره خلکو ته اطلاعات ورکړي او په دې زمینه کښې له حکومت سره ملګرتیا وکړي.
د افغانستان د شیعه علماو د شورا مشر ایت الله محمد هاشم صالحي مدرس هم په دغه کتنه کښې د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له نشه ییزو موادو سره د مبارزې د چارواکو د غوښتنې د هرکلي په ترڅ کښې په دې خبرې سره چې د افغانستان په هیڅ شیعه میشته سیمه کښې کوکنار نه کرل کیږي وویل شیعه علما به په جوماتونو کښې په منبرونو باندې په خپلو خطبو او ویناو کښې د کوکنارو د کر د نشه ییزو موادو د قاچاق او له هغو د استفادې د حرام کیدا په هکله خبرې وکړي او د خلکو لپاره به د دغو خطرناکو موادو د تاوانونو په هکله ډیر معلومات ورکړي.
افغانستان په دنیا کښې د افیمو یو تر ټولو ستر او اصلي تولیدونکی هیواد دی.