افغانستان ته د اشرف غنی د حکومت یو سلاکار ستون شو
Nov 15, 2022 15:21 Asia/Kabul
له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون خبر ورکړی یاد کس داوود ګلزار نومیږي او په راتګ سره یې افغانستان ته خوښي څرګند کړې ده او په ټولو هغو کسانو یې غږ کړی چې د منفي تبليغاتو په ترڅ کې يې افغانستان پرې ایښی.
زمونږخبریال له غزني راپور راکړ، د افغانستان پلازمینې کابل ته د تیر حکومت د ولسمشر اشرف غنی د دورې یو تن سلاکار راغلی چې د طالبانو د راتګ سره سم یې افغانستان پریښی وو.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکې کمېسیون خبر ورکړی یاد کس داوود ګلزار نومیږي او په راتګ سره یې افغانستان ته خوښي څرګند کړې ده او په ټولو هغو کسانو یې غږ کړی چې د منفي تبليغاتو په ترڅ کې يې افغانستان پرې ایښی.
ښاغلی ګلزار زیاته کړې چې ټول بهرته تللي کدرونه دې د عفوې له فرمان څخه استفاده وکړي او هېواد ته دې راستانه شي.
نو تفصیلات ئې دمونږ دخبریال له خولې آورو.