د افغانستان د شیعه علماو شورا د سمنګان حمله وغندله
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د شیعه علماو شورا په یوې خبر پاڼه کښې د سمنګان ولایت په «الجهاد »دیني مدرسې کښې ترهګره حمله وغندله.
په تیرې چهارشنبې ورځ د افغانستان په شمال کښې د سمنګان ولایت په ایبک ښار کښې د الجهاد دیني مدرسې دننه په یوې ترهګرې بم چاودنې کښې کابو شل کسان وژل شوي او دیرش نور ژوبل شوي وو.
د افغانستان د شیعه علماو شورا په سمنګان ولایت کښې ترهګرې بم چاودنې ته په اشارې سره پرون تینګار وکړ د امنیت تامینول د طالبانو د حکومت مهمه دنده ده.
د افغانستان د حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په تیرې پنجشنبې ورځ په الجهاد دیني مدرسې کښې بم چاودنه د نا بښلو وړ جنایت او د انساني ارزښتونو پرخلاف وباله او هغه یې وغاند.
د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه نه دی توانیدلی چې په کابل او نورو ښارونو کښې ضروري امنیت ټینګ کړي ځکه چې له تیرو څو میاشتو راهسې د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې ډیرې ترهګرې بم چاودنې او حملې شوي او له کبله یې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي دي.