حامد کرزي د ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا پرضرورت ټینګار وکړ.
طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه تراوسه نه ده پوره کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل دا د طالبانو او د د هیواد په ګټه ده چې دغه ډله په هیواد کښې د خبرو اترو په پیلو سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو بهیر پیل کاندي.
کرزي وویل د افغانستان خلک له یوبل سره خبرې وکړي او د بیلابیلو مسائیلو په هکله توافق وکړي او مخ ته لاړ شي ځکه چې افغانستان اساسي قانون ته ضرورت لري.
هغه په دې خبرې سره چې د امریکا جنګ د افغانستان د خلکو پرضد و په واشنګټن غږ وکړ چې خپلې ګټې د افغانستان د خلکو په کړولو او نابودولو سره تعقیب نکړي.