داعش ډلې تیر کال افغانستان کښې ۱۸۱ بریدونه کړي
(last modified Fri, 06 Jan 2023 23:47:11 GMT )
Jan 07, 2023 04:17 Asia/Kabul
  • داعش ډلې تیر کال افغانستان کښې ۱۸۱ بریدونه کړي

شفقنا خبري اژانس راپور راکړی داعش ترهګرې ډلې د یوه شمیر په اعلانولو سره وویل په تیر کال کښې یې په افغانستان کښې یوسل یو اتیا حملې کړي دي. دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان طالبانو په ځلونو ویلي دي چې په دغه هیواد کښې ترهګرې ډلې له مینځه وړل شوي دي او په هیواد کښې امنیت ټینګ شوی دی.

داعش وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرې ډلې پرون د دغه شمیر په خپرولو سره وویل په تیر میلادي کال کښې یې په افغانستان کښې یوسل یو اتیا حملې کړي دي او له کبله یې یولس سوه اته اتیا کسان مړه او ژوبل شوي دي.

د داعش ترهګرې ډلې په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې دغه ډلې د دنیا په څو هیوادونو کښې په ټول کښې دوه زره اته پنځوس حملې کړي دي چې له کبله یې شپږ زره اته سوه یو اتیا کسان مړه او ژوبل شوي دي.

داعش ډلې په تیر میلادي کال کښې د نړۍ په دوه ویشتو هیوادونو کښې بریدونه کړي دي چې تر ټولو زیات کسان یې په افغانستان کښې وژلي دي.

داعش ترهګره ډله سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، بریتانیا ،فرانسې ، جرمني او نورو عربو او اروپايي هیوادونو  خپلو  هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړه کړي ده او دغه هیوادونه له داعش  ډلې سره مالي، پوځي او استخباراتي مرستې هم کوي.

 

ټیګونه