طالبان د ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره د روسي سپارښتنو ته غوږ ږدي
له دې مخکې د طالبانو خارجه وزارت دامیر خان متقي له قوله په یوې خبرتیا کې وئيلي وو،روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې له ځانګړي ځائيګي څخه برخمنه ده.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیرپه کابل کې د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي سره په کتنې کې ډاډ ورکړ،دغه حکومت د ټولشموله حکومت د جوړیدا،د میرمنو اوانجونو دبنیادي حقوقو پشمول دبشری حقوقو په باب د خپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف افغانستان ته تللی او د افغانستان طالب چارواکو سره ئې لیده کاته کړي دي.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي ضمیر کابلوف ته ډاډ وکرړی چې دطالبانو دحکومت رهبری دخپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدا او همداراز د افغانستان د میرمنو او انجونو د اساسی حقوقو پشمول د بشری حقوقو د مسئلو په باب کارکوي.
په کابل کې دروسیې د سفارت په اعلامیې کې وئيل شوي دي، د روسیې د پلاوي او طالبانو ترمینځ د خبرواترو د بحث په موضوعګانو کې له روسیې د وارداتو د ودې او روسیې ته د افغانستان د صادراتو لپاره د ښو شرائطو د رامینځةکولو او همداراز د له ترهه ګرۍ او د نشه ایزو موادو له ګواښ سره په مبارزې کې د ملګرتیاپشمول داقتصادي اړیکو او دتجارتي چارو د پراختیائي مشورې شاملې دي. په دغې کتنې کې روسیي ډيپلوماټ، ملی پخلاینې ته د رسیدا او د سولې زر ټینګیدا لپاره د افغانستان له ولسه ملاتړ ته د ماسکو پر ژمنتیا ټينګار وکړ.
روسي لوري همداراز د افغانستان له اوسنی حکومته غوښتي څو د نړیوالې ټولنې غوښتو ته دې چې دسولې دټينګیدا،دیوه خپلواکه او له ترهه ګرۍ او نشه ایزوموادو د پاک هیواد دپراختیا په اړه دي ، پام وکړي.
له دې مخکې د طالبانو خارجه وزارت دامیر خان متقي له قوله په یوې خبرتیا کې وئيلي وو،روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې له ځانګړي ځائيګي څخه برخمنه ده.
کابلوف هم دغه راز وئيلي دي ، چې روسیه په افغانستان کې د پراختیا او ثبات غوښتونکې ده او نه غواړي ،د لویدیځي هیوادونو په څیر په افغانستان نیوکې وکړي او ددوي په داخلی چارو کې ګوتې ووهي.