د اوبو په هکله کابل ته د ایراني پلاوی سفر
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128144-د_اوبو_په_هکله_کابل_ته_د_ایراني_پلاوی_سفر
ټاکل شوې چي د ایران د اسلامي جمهوریت د چاپېریال ساتنې رییس علي سلاجقه د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته ولاړ شي.
(last modified 2023-02-17T07:00:08+00:00 )
Feb 17, 2023 11:28 Asia/Kabul
  • د اوبو په هکله کابل ته د ایراني پلاوی سفر

ټاکل شوې چي د ایران د اسلامي جمهوریت د چاپېریال ساتنې رییس علي سلاجقه د یوه پلاوی په مشرۍ افغانستان ته ولاړ شي.

د جمهور له راپور سره سم، له طالب چارواکو سره د ایران د حق آبې په اړه خبرې اترې کابل ته د دغه پلاوی د سفر موخه بلل شوې ده.

د ایران د چاپېریال د ساتنې رئیس له دې مخکې هم ویلي و، چې د هلمند د اوبو پر سر یې له طالبانو سره ديپلوماتیکي خبرې اترې روانې دي.

خو اوس یې ویلي، چې خپله غواړي د دغه موضوع پر سر د خبرو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

ده زیاته کړې، کابل کې یې د ایران سفیر ته سپارښتنه کړې، چې د دوی د سفر زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي، طالبان داسې غوښتنې او وړاندیزونه لري، چې نه واقعي دي او نه هم عملي، خو په وینا یې هیله مند دی، چې دا ځل به خبرې یوه پایله ولري.