امریکا په افغانستان باندې د بیا ځلې بریدونو ګواښ کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128150-امریکا_په_افغانستان_باندې_د_بیا_ځلې_بریدونو_ګواښ_کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي که طالبان په افغانستان کې د القاعدې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، امریکا ددې وړتیا لري چې خپله لاس په کار شي.
(last modified 2023-02-17T07:17:02+00:00 )
Feb 17, 2023 11:46 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان باندې د بیا ځلې بریدونو ګواښ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي که طالبان په افغانستان کې د القاعدې په وړاندې په خپلو ژمنو عمل ونکړي، امریکا ددې وړتیا لري چې خپله لاس په کار شي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند ند پرایس رسنیو ته وویل: طالبانو په خصوصي او علني ډول ژمنه کړې اجازه به ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د هغو کسانو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کار واخیستل شي چې د امریکا په وړاندې به دسیسه کوي.

هغه زیاته کړه، که طالبان نه وغواړي  چې په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي، امریکا چمتو ده او ددې توان لري چې له خپلې خاورې دفاع وکړي

ند پرایس په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري د وژلو ادعا ته په اشارې سره ، وویل چي د امریکا ولسمشر  له افغانستان څخه د هر ډول ګواښ په وړاندې د پرېکنده اقدام پرېکړه کړې ده.

څه موده وړاندې امریکا ادعا وکړه چي په کابل کې یې د القاعدې مشر په هوایي برید کې وژلی دی خو د طالبانو حکومت د القاعده شبکې د مشر په وژل کیدو بې خبري ښودلې او تر اوسه هم تائید کړې نده.

امریکایي رسنیو ادعا کوي چي القاعده په افغانستان کې کابو ۴۰۰ جنګیالي لري چې یو شمیر یې د طالبانو په لیکو کې مدغم شوي دي.

خو د طالبانو حکومت په ځلونو په دغه هیواد کې د القاعدې په شمول د ترهګرو ډلو د شتون راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چي د افغانستان له خاورې به هیڅ یو هیوادته ګواښ رامینځ ته نه شي.