لویدیځ په افغانستان کښې دسیسې کوي
(last modified Tue, 21 Feb 2023 11:22:42 GMT )
Feb 21, 2023 15:52 Asia/Kabul
  • لویدیځ په افغانستان کښې دسیسې کوي

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د شیعه متنفذینو او علماو ټولنې په هیواد کښې په دسیسو جوړولو د لویدیځو هیوادونو د تورنولو په ترڅ کښې حکومت ته د فاسدو کسانو په بیرته ستنیدا باندې د خلکو اندیښنه تائید کړه.

د افغانستان د شیعه منتفذینو او د علماو د ټولنې مشر سید حسن فاضل زاده نن په یوې غونډې کښې وویل لویدیځ هیوادونه د ځینو دسیسو شاته دي او د هیواد خلک هم حکومت ته د فاسدو کسانو په بیرته ستنیدا اندیښمن دي او د پراخ بنسټه حکومت بحث باید بیان شي.

فاضل زاده د افغانستان په هکله په دوه زره لومړي میلادي کال کښې د بن کانفرنس ته اشاره وکړه او ویې ویل فاسدو کسانو ته باید نور اجازه ورنکړو چې د خلکو له برخلیک سره لوبې وکړي.

د بن غونډه د افغانستان یو مشکل و چې خلک یې په بیلابیلو قومونو وویشل.

 

ټیګونه