د بدخشان د علماؤ شورا غړي معرفي شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128582-د_بدخشان_د_علماؤ_شورا_غړي_معرفي_شول
د بدخشان د علماو د شورا غړي پرون د دغه ولایت د والي په شتون سره یولړ دستورو کښې معرفي شول
(last modified 2023-02-25T23:38:50+00:00 )
Feb 26, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • د بدخشان د علماؤ شورا غړي معرفي شول

د بدخشان د علماو د شورا غړي پرون د دغه ولایت د والي په شتون سره یولړ دستورو کښې معرفي شول

د بدخشان والي امان الدین منصور پرون د دغه ولایت د علماؤ شورا د غړو د پيژندګلوۍ په دستورو کښې هیله وښودله چې د دغې شورا په جوړیدو سره به د سیمې مسایل او ستونزې د خلکو او مسئولانو په ملګرتیا او مرستې سره زرترزره هوارې شي.

هغه زیاته کړه: د ټولنې د هر مسلمان لپاره ضروري ده چې د علماؤ په غونډو کښې په ونډې اخیستو سره، له اسلامي پانګو برخمن شي.

په دغو دستورو کښې د بدخشان د علماؤ شورا مشر سید عبدالمؤمن هم په خپلې وینا کښې وویل: د دې شورا غړي له خلکو او حکومت سره ژمني کوي چې د اسلامي نظام د پروګرامونو د ښه کولو او د خلکو په خدمت کولو کښې به له هیڅ کوششه ډډه ونه کړي.