د افغانستان شیعه مسلمانانو د حقوقو غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 27 May 2023 06:35:10 GMT )
May 27, 2023 11:05 Asia/Kabul
  • د افغانستان شیعه مسلمانانو د حقوقو غوښتنه وکړه

صدای افغان خبري اژاانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د امر به معروف وزیر محمد خالد حنفي په دغه وزارت کښې د اهل تشیع علماو له ګډون او له کار ګمارلو سره د حکومت د مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د موافقت خبر ورکړ.

له تیرو دوو کلونو راهسې چې طالبانو حکومت په لاس کښې اخیستی دی د افغانستان د شیعه علماو د شورا په شمول د هیواد اهل تشیع شخصیتونو له طالبانو سره د خبرو له لارې د شیعه مسلمانانو د حقوقو د تامینولو غوښتنه کړي ده.

د افغانستان شیعه مشران د شیعه مذهب په رسمیت د پیژندنې او په حکومت کښې د شیعه مسلمانانو له نفوسو سره په تناسب کښې د اهل تشیع د مشارکت پرضرورت ټینګار لري.

د طالبانو د حکومت د امر به معروف وزیر محمد خالد حنفي وویل په دایکندي ، غزني او بامیانو ولایتونو کښې د اهل تشیع علما د کارپيژاندو په توګه ګمارل شوي دي وویل د کابل په هغو سیمو کښې هم چې هلته د شیعه مسلمانانو شمیر زیات دی د  اهل تشیع علماو یو شمیر استازي په کارونو ګمارل شوي دي.

حنفي وویل چې د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند زاده د شیعه میشته سیمو په حکومتي جوړښت کښې د شیعه علماو د جذبولو پلوي دی.

 

ټیګونه