کابل د څښلو د اوبو د کمي له کړکیچ سره مخامخ دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134556-کابل_د_څښلو_د_اوبو_د_کمي_له_کړکیچ_سره_مخامخ_دی
ملګرو ملتو وویل چې افغانستان په تیره بیا کابل د څښلو د اوبو له سخت کمي سره مخامخ دی او له کوهیانو څخه بې خرته استفادې هم تر ځمکې لاندې اوبه وچې کړې دي.
(last modified 2023-06-17T22:40:05+00:00 )
Jun 18, 2023 03:06 Asia/Kabul
  • کابل د څښلو د اوبو د کمي له کړکیچ سره مخامخ دی

ملګرو ملتو وویل چې افغانستان په تیره بیا کابل د څښلو د اوبو له سخت کمي سره مخامخ دی او له کوهیانو څخه بې خرته استفادې هم تر ځمکې لاندې اوبه وچې کړې دي.

د فارس خبري آژانس په لیکنه، د کابل په ځینو سیمو کښې د څښلو د اوبو کمی، د افغانستان په دغه ډیر نفوس لرونکي ښار کښې په یو ژور او اندیښمنونکي کړکیچ بدل شوی دی.

د ملګرو ملتو د بشري چارو غږملوونکي دفتر OCHA)  په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کښې ولیکل چې د هغو کسانو اندازه چې په افغانستان کښې د څښلو پاکو اوبو ته لاسرسي نه لري، په ۲۰۲۲ کال کښې له ۴۸ فیصدو نه په روان ۲۰۲۳ کال کښې ۶۰ فیصدو ته زیات شوی دی. دغه سازمان وویل چې لږترلږه ۴۸۰ میلیون ډالره بودجه پکار ده ترڅو په افغانستان کښې اړمو کسانو ته د څښلو پاکې اوبه برابر شي.

د افغانستان پخواني حکومت په کراتو ویلي وو چې د پنجشیر له سیند او قرغه بند څخه کابل ته د اوبو په انتقال سره په دغه ښار کښې د څښلو د اوبو کړکیچ تر ډیره کموي خو د دغه حکومت په ړنګیدو او د طالبانو په واکمنیدو سره دغه پروژه بنده شوې ده.