افغانستان کښې د پټرولو او ډیزلو په بیه کښې کموالی راغلی دی
طالبانو وویل چې افغانستان ته د تیلو د وارداتو د زیاتیدو له امله په دغه هیواد کښې د سونګو د موادو قیمتونه ټیټ شوي دي.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت وویل چې په کابل کښې د تیلي موادو بیه، د تیرو میاشتو په پرتله کمه شوې ده.
د طالبانو د صنعت او معدن وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد په دې هکله وویل: په پلازمینه کښې د تیلي موادو د بیې د کمیدو وجه، د پرایویټ سیکټر لپاره د اسانتیا رامینځته کول دي.
هغه زیاته کړه: له دې وروسته سوداګر کوې شي چې بې له هیڅ ستونزې له ډول ډول هیوادونو څخه د اړتیا وړ تیل وارد کړي.
د طالبانو دغه چارواکي طلوع نیوز ته وویل: د هیواد په بازارونو کښې د تیلو د بیې د کمیدو وجه، هغه اسانتیاوې دي چې خصوصي برخې ته ورکړې شوې دي او کوې شي چې بې له هیڅ ډول ستونزې، تیل وارد کړي.
له بلې خوا د سونګو موادو یوشمیر پلورونکي د تیلو د بیې له کمیدو د خوشالۍ په څرګندولو سره وايي چې دمګړۍ په کابل کښې د تیلي موادو بیه تر شپږو افغانیو ټیټه شوې ده.
د یو لیټر پټرولو قیمت له ۶۷ افغانیو څخه ۶۱ افغانیو ته او د یو لیټر ډیزلو بیه له ۶۴ افغانیو څخه ۶۲ افغانیو ته کمه شوې ده.