تېرکال ۶ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135430-تېرکال_۶_زره_بهرنيو_سیلانیانو_له_افغانستان_څخه_لیدنه_کړې_ده
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست چارواکي وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.
(last modified 2023-07-07T20:56:19+00:00 )
Jul 08, 2023 01:24 Asia/Kabul
  • تېرکال ۶ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستان څخه لیدنه کړې ده

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی ریاست چارواکي وایي چې تېر ۱۴۰۱ کال کې افغانستان ته ۶زره بهرني سيلانيان راغلي وو، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو او تاریخي ځایونو څخه یې لیدنه کړې ده.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مشر سيدمحمد سعید ویلي چې دغه سیلانیان د بېلابېلو هېوادونو اړوند وګړي وو، چې تېر کال افغانستان ته په چکر راغلي وو. د نوموړي په وینا، سږ کال د بهرنیو سیلانیانو د جذبولو لپاره یې هڅې پیل کړي او تمه لري چې روان کال به لس‌زره بهرني سيلانيان هېواد ته راشي.

د نوموړي زیاتوي، چې د یادو اسانتیاوو برابرولو لپاره د مالیې وزارت له لوري دوی ته بودیجه هم ورکړل شوې او په دې اړه یې د یادو سیمو ارزونې هم پیل کړي دي.