بندیزونه له افغانستان سره د نړۍ د تعامل خنډ کیږي
د طالبانو ویاند وویل: له نړۍ سره د لازیات تعامل لپاره ضروري ده چې نړیواله ټولنه د دې ډلې خلاف بندیزونه ختم کړي.
د فارس خبري آژانس په لیکنه، طالبانو یوځل بیا له نړیوالې ټولنې په تیره بیا امریکې وغوښتل چې په دوي باندې لګیدلي بندیزونه لرې کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحا... مجاهد طلوع نیوز ته ولیي دي: څوارلس پنځلس چارواکي دي چې په سفرونو یې له مخکښې نه لګول شوي بندیزونه تمدید شوي دي، خو له دنیا سره د تعامل او د افغانستان د پرمختګ لپاره د چارواکو او مشرانو سفرونه مهم دي.
د ویلو ده چې په افغانستان باندې د طالبانو له دوباره واکمنیدو وروسته د نړیوالې ټولنې په تیره بیا امریکې له خوا د افغانستان په اسعاري زیرمو، د چارواکو په سفر او بانکونو باندې یولړ بندیزونه لګیدلې دي.
په دغو محدودیتونو کښې، د امریکې او اروپايي هیوادونو له خوا د افغانستان د څه باندې ۹ میلیارډ ډالو کنګل کیدل، په بانکونو او بهر ته د پيسو په انتقال او هم داشان د طالبانو په پنځلسو چارواکو د سفر بندیز شامل دی.
په عین حال کښې د طالبانو د اقتصاد وزارت ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې له خوا لګیدلو بندیزونو د خلکو په ژوند منفي اغیزه کړې ده.
د افغانستان د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: د ځینو هیوادونو له خوا د دباؤ او بندیز د سیاست لګیدو زمونږ وطنوال په معیشتي تنګسه کښې راوستي دي.