Sep 04, 2023 16:20 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ازموینو ملي ادارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې.

د فراه ولایت اوسېدونکی محمود د ۳۵۹.۱۶۱۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ابو علي سینا طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ته په لومړۍ درجه کامياب شوی دی.

همدارنګه د کابل اوسېدونکی عباس د ۳۵۷.۴۷۵۹ نمرو سره دوهم او د کابل بل اوسېدونکی عبدالباسط د ۳۵۵.۷۹ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم ځای خپل کړی دی.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پایلو د اعلان په مراسمو کې وويل، چې سږ کال د تېرو کلونو په پرتله شاوخوا ۲۰ زره ګډونوال د کانکور په ازموینه کې زیات شوي وو.

د ده په خبره چې سږ کال د کانکور ازموینې هېڅ ګډونوال ناکام او یا هم بې پایلې شوی نه دی، بلکې ټول ګډونوال په بېلابېلو پوهنځيو کې جذب شوي دي.

‏د رئیس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي چې په هېواد کې د پخوا په پرتله د تعلیم او تحصیل ته ښه زمينه برابره شوې او سرپرست حکومت ژمن دى چې ځوانانو ته د ښې زده کړې آسانتياوې برابره کړي.

ښاغلي حنفي له ځوانانو وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي او په هېواد کې له زده کړو ګټه پورته کړي.

په دغو مراسمو کې د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور وويل، چې د هېواد راتلونکې د ځوانانو په لاس کې ده، نو ځوانان باید د هېواد د پرمختګ لپاره لا زیات کار او خدمت وکړي.

د سږ کال په کانکور آزموينه کې، نجونې په پرله پسې توګه له لوړو زده کړو څخه محرومې شوي دي.

يو محصله فريحه خاموش وايي دا دويم کال دی چې دوی په کانکور آزموينه کې له ګډون څخه منع کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲کال د کانکور ازموینه د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۹مه نېټه پیل شوه چې د وږي په درېیمه پای ته ورسېده.

په دغه ازموینه کې ۹۵ زره هلکانو ګډون کړی و.

 

ټیګونه