د ایران د سفارت له خوا د اربعین د ویزا ورکړه سر له ننه بندیږي
کابل کښې د ایران سفارت وویل چې د اربعین په مناسبت د ویزو د ورکړې مهلت سبا پاې ته رسیږي او د دغه ډول ویزا د صادرولو بهیر بندیږي
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په کابل کښې د ایران سفارت ویلي دي چې د حسیني اربعین په مناسبت د ویړیا ویزو د ورکړې موده نن ختمیږي او او د دغه ویزو د صادریدو بهیر بندیږي.
د ایران سفارت وویل چې همدااوس د ویزو د ورکړې بهیر د هغو غوښتونکو لپاره روان دی چې خپل مدارک یې سپارلي دي.
د ایران سفارت ټینګار وکړ چې له عراق سره د دغه هیواد په سرحدونو کښې د زیارتوالو د ګوڼې او اربعین ته پاتې لږو ورځو ته په پام سره، د افغانستاني ښاریزو لپاره د وړیا ویزو د ورکړې بهیر د تمدید وړ نه دی.
د ایران د سفارت په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې د دغه ډول ویزې لپاره د تقاضا کوونکو شمیر ډیر زیات او له تمې اوښتی و او د سفارت کسانو ورته د ویزو د صادرولو لپاره په اضافي شیفټونو کښې او له اداري وختونو زیات کار کوه.
په کابل کښې د ایران سفارت د روانې لمریزې میاشتې په څلورمه نیټه د اربعین په ورځو کښې عراق ته د افغانستان د خلکو د سفر د اسانولو لپاره هغوي ته د ایران د دوه ځلې ورود د وړیا ویزو د ورکړې بهیر پيل کړی دی،
خو دغه سفارت دا نه دي ویلي چې د افغانستان څومره خلکو ته یې د اربعین ویزې ورکړې دي.