Sep 05, 2023 10:11 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په کانکور ازموینه کې عمومي اول نمره محمود فراهي د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د لیرې کولو غوښتنه کړې ده.

محمود د کانکور د ازموینې د نتیجې له اعلانولو وروسته تهران پښتو راډيو ته وويل: ښځینه له نارینو څخه کمې نه دي، ډېری وخت یې کانکور ازموینه کې لومړي مقامونه ګټلي او ښايي دا ځل هم څوک عمومي اولنمره وه.

د هغه په ​​وينا، که افغانستان ښځينه ډاکټرانې، انجنيرانې او ښوونکي ونه لري، ټولنه به په ټپه ولاړه وي.

محمود د فره ولایت اوسېدونکی دی او د 359 نمرو په اخیستلو د کابل ابو علي سینا طبي پوهنتون ته بریالی شوی.

همدارنګه د کابل اوسېدونکی عباس د ۳۵۷ نمرو سره دوهم او د کابل بل اوسېدونکی عبدالباسط د ۳۵۵ نمرو په ترلاسه کولو سره دریم ځای خپل کړی دی.

د سږ کال د کانکور په ازموينه کې څه باندې ۸۰ زره هلکانو برخه اخيستې وه.

د يادونې وړ ده، چې سږنۍ سيالۍ په افغانستان کې د نجونو له ګډون پرته ترسره شوې او تېره ورځ يې عمومي پايلې اعلان شوې.

دا دویم کال دی، چې نجونې په دې ازموینه کې له ګډون څخه منع کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان له خپلې واکمنۍ وروسته د نجونو پر مخ تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو دروازې وتړلې او له هغه وروسته د دغې ډلې د مشرتابه په فرمان کې د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړل شوې.

 

ټیګونه