په هندوستان کې د افغانستان سفارت وتړل شو
(last modified Fri, 29 Sep 2023 07:28:03 GMT )
Sep 29, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • په هندوستان کې د افغانستان سفارت وتړل شو

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزئ څه موده مخکې وئيلي وو،په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته په نوي ډیلي کې دافغانستان سفارت له کابل سره هیڅ سیاسی رابطه نه لري،په عین حال کې ،په هندوستان کې د افغانستان د ښاریزو خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکوي.

شفقناخبری آژانس راپور ورکړ،د هندوستان په نووي ډیلي کې د افغانستان سفارت پرون په یوې اعلامیې کې اعلان کړی دی ،دبدو شرائطو  په دلیل مجبوره شوي دي ، خپل ټول فعالیتونه  ودروي.

په هند کې د افغانستان دسفارت په اعلامیې کې راغلي دي ،دغه فیصله  له دغه سفارت څخه  دهندي حکومت د نه ملاتړ په  دلیل ترسره شوې ده.

ددغه راپور په اساس  دغه سفارت په تیرو شبږو میاشتو کې دهند خارجه وزارت ته څو ډيپلوماټيک یاددښتونه  استولي ،خو د سټراټژيک  مشارکت د موافقې او ځینو نورو دوو اړخیزو موافقو پشمول  دغې یوې غوښتې ته هم هیڅ توجه نه ده شوې .

ټیګونه