د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې زوروره زلزله راغلې
Oct 07, 2023 12:28 Asia/Kabul
د زلزلې دوهم ټکان چې شپږ اعشاریه پنځه ریښتره ښودل شوي د افغانستان لویدیځي برخه ئې سخته لړزولې ده ، دخبر ترمخابیره کیدا پورې د احتمالی تاوانونو او مرګ ژوبلو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
زمونږخبریال راپور راکړ، دتهران پوهنتون دجیو فیزیک مرکز اعلان وکړ،نن سهار د افغانستان په لویدیځّ کې د مځکې په اوه کلومیټري ژورتیا کې شپږ اعشاریه ریښتره زوروې زلزلې د هرات ښار او شاخوا سیمې سختې لړزولي چې دغه زلزله په مشهد او د خراسان رضوي ولایت په ختیځي ولسوالیو کې هم احساس شوې ده .
وئيل کیږي،د زلزلې دوهم ټکان چې شپږ اعشاریه پنځه ریښتره ښودل شوي د افغانستان لویدیځي برخه ئې سخته لړزولې ده ،د خبر ترمخابیره کیدا پورې د احتمالی تاوانونو او مرګ ژوبلو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.