اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۳.۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې
(last modified Wed, 11 Oct 2023 07:19:01 GMT )
Oct 11, 2023 11:49 Asia/Kabul
  • اروپايي ټولنې د هرات زلزله ځپلو ته ۳.۵ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې

اروپايي ټولنه وايي چې په افغانستان کې د وژونکې زلزلې له کبله زیانمنو شویو ته یې د بېړنیو بشري مرستو رسولو په موخه ۳.۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې ده.‌

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د دې ادارې ځينې لوړپوړې چارواکي پرون د زلزله ځپلو سيمو لیدو ته ورغلي او ویلي دي چې له دې مرستې سره به د اغېزمنو کورنیو ځينې اړتیاوې پوره شي.

اروپايي ټولنې همدا راز زیاته کړې چې له اعلان شویو پیسو ۲.۵ میلیونه یورو یې خپلو هغو شریکانو ته په پام کې نیولي، چې دمګړۍ په سیمه کې د بشردوستانه چارو په ترسراوي بوخت دي.

د دې ادارې په وینا، په داسې حال کې چې دا سيمه تر زلزلې مخکې وچکالۍ هم اغېزمنه کړې ده، اوسمهال پکې له زلزلې اغېزمنو شویو سیمو کې د بېړنۍ سرپناه جوړولو او همدا راز روغتیايي او د پاکو اوبو رسولو اسانتیاوو ته اړتیا ده.

ټیګونه