د پوهنتونونو فلج کېدو سره ټولنه ښه راتلوونکی نه لري
(last modified Sun, 15 Oct 2023 00:32:15 GMT )
Oct 15, 2023 05:02 Asia/Kabul
  •  د پوهنتونونو فلج کېدو سره ټولنه ښه راتلوونکی نه لري

د افغان طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور وايي، چې د پوهنتونونو په فلج کېدو سره يوه ټولنه ښه راتلونکی نه لري.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، نوموړي زياته کړې، چې که په کوم هېواد او ټولنه کې عصري علوم نه وي، هغه ټولنه پرمختګ نه شي کولای.

هغه دغه راز د عصري علومو په معیاري کېدو په ټینګار سره ویلي چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

د افغان طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست په داسې حال کې د تحصيلي او تعليمي مرکزونو پر معياري کېدو ټينګار کوي، چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې د هېواد نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو بې برخې دي او لاهم نه ده څرګنده چې کله به د يادو مرکزونو دروازې د دوی پرمخ خلاصې شي.

ټیګونه