افغانستان کې د ملګروملتونو چارواکي دهرات زلزلې سیمې ته تللي نور راپور واورئ
(last modified Sun, 29 Oct 2023 10:59:45 GMT )
Oct 29, 2023 15:29 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د ملګروملتو سازمان غړي او ورسره د جاپان د سفیر اوکادا تاکاشي د هرات ولایت له زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه د لیدنې په ترڅ کې د جاپان سفیر د یادو ویجاړو شویو سیمو د بیارغونې ژمنه وکړه.

دا خبره د جاپان سفارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې یاده کړې خو د مرستو له مشخصولو څخه یې څه نه دي ویلي.

د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو استازې هم د هرات له زلزله ځپلو سره پر مرستو ټینګار کړی.

ویل کیږي چې تر دې وړاندې جاپان هیواد د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د څلور نیم میلیونه ډالره مرستې ژمنه کړې وه .

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې زلزلې څه باندې یو نیم سل زره کسان اغېزمن کړل او څه دپاسه (۲۰۰۰) دوه زره زیات کورونه یې ویجاړ کړل.

تر دې یوه اونۍ وړاندې د ملکي او نظامي چارواکو، د هرات د زلزله ځپلو د ځانګړي کمېسیون د ویاند، د استخباراتو د عمومي ریاست د مرستیال له لوري د هرات په (زنده جان) ولسوالۍ کې د (۳۵) کورونو لرونکي یوه ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

 

ټیګونه