ننګرهار ولس په دغه ولایت کې د سترو او نیمه کاره پروژو د پیل او بشپړیدو غوښتنه وکړه
(last modified Mon, 20 Nov 2023 08:19:45 GMT )
Nov 20, 2023 12:49 Asia/Kabul

د ننګرهار ولسي خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې نیمه کاري پروژې بشپړې او ورته نورې سترې پروژې پیل کړي.

د ننګرهار ولسي خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې نیمه کاري پروژې بشپړې او ورته نورې سترې پروژې پیل کړي.

ځایي چارواکي وایي دولس غږ یې ترمشرانو رسولی او هڅه کوي چې ورسره شوې ژمنې ژر عملي شي

جلال اباد کې د ځوان عزم علمي بنسټ له لورې جوړه شوې غونډه کې له مرکزي حکومت نه په هیواد کې د سترو او بنسټیزو پروژو د پېل له امله د مننې په څرګندولو سره پر کونړي سیند دبرښنا بند جوړولو ،د کابل جلال باد او جلال اباد تورخم د دویم لین سرکونو د چارو زر پېل او همدارنګه په ختیزو ولایتونوکې د نیمکاره پروژو دبشپړیدو غوښتنه وکړه.

د دې غونډې یو تنظیمونکی محمد کریم ناصری وایي د ختیز خلک  د ډیرو سترو پروژو د پلې کیدو حقداره دی.

د غونډې دوه برخه وال شیرمحمد شیرزاد اوسمیع الله مفتون بیا له مرکزي حکومت نه غواړي چې د سترو او ملي پروژو دپلې کولو پرمهال دې ختیز ولایتونه له پامه نه غورځول کیږي.

دوی وایي په تیر کې له ختیزوالو سره ډیرې ژمنې شوي خو نه دي عملی شوي.

د دوی پر وینا اوس د عمل وخت رارسیدلی دی.

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی  نورمحمد حنیف وایي دوی  د ختیزوالو غوښتنې د خپلو مشرانو تر غوږو رسولي او ژمنې یې ترلاسه کړي چې په دې سیمه کې به پام وړ پروژې پلې شي.

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د دښمن پر تبلیغاتو ونه غولیږي او د اسلامي امارت تر څنګ ودریږي.

ننګرهارچې د هېواد په ختیزکې له هره پلوه د ارزښت وړ ولایت دی، خو له کالو راهیسې پکې ګڼې نیمکاره پروژې پاتې دي چې د کابل - جلال اباد او جلال - تورخم دویم لین سرکونه او زر بستریز روغتون یې د بېلګې په توګه یادولای شو

 

ټیګونه