د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه نور جزیات دلته لرو
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د پخواني ولسمشر پر ایکس پاڼه راغلي چې نوموړي د ایران د حکومت د بهرنیو اړیکو د شورا غړي مهدي مصطفوي سره کتلي.
په دغه کتنه کې چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قومي هم حضور درلود، د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
حامدکرزي د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره د ګډ کلتور په لرلو سره یو دوست او ورور هېواد وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دغه هېواد له همکاریو څخه د مننې په څرګندولو سره یې د دوام غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي په دغو لیدو کتو کې د یوه ملي بحث پيلول د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یوازنۍ لاره بللې ده.
دغه راز پخواني جمهور رئیس د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره، د نجونو پر زده کړو ټينګار وکړ او یوځل بیا يې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د شپږم ټولګي یو شمېر زدهکوونکې نجونې له سرپرست حکومته غواړي چې، د نجونو د پاتې ښوونځیو دروازې هم پرانېزي.
دوه تنه زده کونې زدهکوونکې نرګس او شکيببا په دې اړه داسې وايي:
بلخوا د طالبانو سرپرست حکومت وايي، د نجونو د زدهکړو د دوام لپاره د زمینې د برابرېدو په تړاو هڅې روانې دي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې دوی د نجونو له زدهکړو او د ښځو له کاره انکار نه دی کړی؛ خو لږ وخت ته اړتيا ده تر څو ډدوی لپاره خوندي درسي چاپيريال رامنځته شي.
طالبانو واک ته له رسيدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي وتړل او د تېر کال په دسمبر کې یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل.