Dec 02, 2023 15:13 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې ویجاړ شوی ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان په شمال لور بغلان ولایت کې یو ویجاړ شوی ښوونځی ګټې اخیستنې  ته وسپارل شو.

د بغلان ولایت سيمه‌ييز چارواکي وایې چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په )جرخشک( سیمه کې د )ابو محمد( ښوونځی چې د تېرو جګړو پرمهال زیانمن شوی و  د دې ولایت د کډوالو او بيرته را ستنېدونکو چارو ریاست په مرسته  ورغول شو او د زدکوونکو په مخ یې دروازه بياځل پرانیستل شوه .

د بغلان ولایت د والي د دفتر مسول د (ابو محمد)  لیسې د پرانیست غونډې پر لړ کې وویل چې د اسلامي امارت په ځانګړې پاملرنې یاد ښوونځی فعال او د زدکوونکو پرمخ یې دروازه بیرته خلاصه شوه.

بل ‌خوا د بغلان ولایت د پوهنې ریاست د نشراتو د برخي مسوول هارون مسلمیار د یاد لیسې په پرانست غونډه کې زیاته کړه چې د دې لیسې د بیارغونې په چارو باندی  (۱،۵)میلیونه افغاني لګښت راغلی چې د ګډوال او بيرته راستنیدونکو چارو ریاست له خوا ورکړل شوی دی .

تر دې وړاندې دافغانستان په شمال لور بلخ ولایت کې د پنبې یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ چې لګښت  یې (۹۰) نوي ميليونه افغانۍ ښودل شوی وو.

 

ټیګونه