د طالبانو چارواکي د زده کړې د محدودیت د ختمیدا غوښتنه وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي چارو مرستیال« شیر محمد عباس استانکزي» په هیواد کښې د عمومي زده کړې د خنډونو په ختمولو ټینګار وکړ.
هغه نن په کابل کښې د محصیلینو د زده کړې په دستورو کښې د طالبانو له لوړرتبه چارواکو وغوښتل چې په هیواد کښې د عمومي زده کړې خنډونه ختم کړي او دغه خنډونه یې د افغانستان د حکومت او د خلکو ترمینځ د واټن د رامینځته کیدا سبب وبلل.
شیر محمد عباس استانکزي د طالبانو په مشرانو غږ وکړ چې د انجلیو د ښوونځیو محدودیت ختم کړي.
طالبانو دوهم ځل واک ته له رسیدا وروسته د انجلیو لپاره له شپږم ټولګې څخه بره په زده کړې بندیز لګولی دی.
طالبانو وروسته د پوهنتون په ښځینه محصیلینو باندې هم د زده کړې بندیز لګولی دی چې تراوسه دوام لري چې دغه چارې د افغانستان د خلکو او د بهرنیو هیوادونو لخوا غبرګونونه رامینځته کړي دي.
طالبانو تراوسه په ځلونو د اصلاحاتو او د انجلیو لپاره د ښوونځیو او د پوهنتونو د خلاصولو ژمنې کړي دي خو دغه ژمنې تراوسه نه دي پوره شوي.