طالبان وايي د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوي نور حال دلته لرو
(last modified Thu, 04 Jan 2024 06:52:25 GMT )
Jan 04, 2024 11:22 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له يو شمېر علماوو او مخورو څېرو سره په ليدنه کې ویلي چې په هېواد کې د قوم او مذهب په نامه دسیسې ناکامه شوې دي.

د ارګ له لوري په يوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د قومونو او سرپرست حکومت ترمنځ پر نږدیوالي بحث او ټینګار شوی.

د اهل تشیع د علماوو په استازولۍ استاد محمد اکبري او د تېرې ادارې د کډوالو او راستنېدونکوچارو وزیر سید محمد عالمي بلخي ویلي، چې اهل تشیع علما د سرپرست حکومت ملاتړي دي او په عادي ډول خپل چارې پر مخ وړي.

دوی زیاته کړې، چې له حکومتي مشرانو او مسولینو سره د دوامداره لیدنو په پایله کې د بحث وړ ډېرو مسایلو د حل لپاره لارې چارې لټول شوې دي.

دغه‌راز د اهل تشیع علماوو ‏د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیکلې بڼه یو لړ وړاندېزونه هم شريک کړل.

په دې ليدنه کې مولوي عبدالکبیر  د اهل تشیع هېوادوالو سره  پر نږدې اړیکو خوښي وښوده او زياته يې کړه؛ اسلامي امارت د هغو حقوقو د برابرولو مسوولیت لري چې په اسلام کې ورکړل شوي دي.

د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت کې قومي، ژبني او مذهبي مسایل ځای نه لري او نه هم چاته اجازه ورکوي چې دې مسائلو ته لمن ووهي.

مولوي عبدالکبیر د شیعه علماوو او مخورو له پرله پسې همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل د هغوی وړاندیزونه به وڅېړل شي او په هکله به يې مناسبې پریکړې ترسره شي.

 

ټیګونه