امریکا په افغانستان کې د ملت جوړونې په زمینې کې ناکامه شوه
(last modified Fri, 16 Feb 2024 09:32:54 GMT )
Feb 16, 2024 14:02 Asia/Kabul
  • امریکا په افغانستان کې د ملت جوړونې په زمینې کې ناکامه شوه

د افغانستان په  چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمی خلیل زاد  په دې خبرې کولو سره چې امریکا د طالبانو په واندې بریالیتوب ته امید له لاسه ورکړی ؤ ،ووئیل، د طالبانو د چټک پرمختګ په وړاندې د افغانستان د حکومت  او  د هغو د بریاؤ ساتل ناممکن  وو.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،زلمي خلیل زاد د دوحې د موافقې په باب د امریکا د کانګرس دبهرنیو اړیکو کمیشن په یوې ناستې کې  روښانه کړې ده،واشنګټن د طالبانو په وړاندې بریالیتوب ته هیڅ هیله نه درلوده.

هغه د دوحې له موافقې په  دفاع کې  ووئیل،امریکا په افغانستان کې د پاتیکیدا لپاره هیڅ دلیل نه درلود،ځ که د طالبانو په وړاندې بریالیتوب ته هیڅ هیله نه وه او  دافغانستان پرکمزوري او فسادګر حکومت باندې ئې اعتماد له لاسه ورکړی ؤ. هغه په دې خبرې کولو سره چې افغانستان په یوه غیرحقیقت پال ډيموکراټيک او ماډن حکومت باندې په بدلیدا ؤ ،د اشرف غني په حکومت کې ئې اداري فساد  نه کنټرولیدونکي وبالۀ.

خیلیل زاد ووئيل، د جمهوریت نسکوریدا د طالبانو په تیزو پرمختګونو سره چټکه شوه او اشرف غني  له افغانستانه په تښتې سره،د یوې سیاسی حل لارې لپاره له حکومت سره د خبرواترو  خنډ شو .  په عین حال کې چې هغه ومنله چې امریکا په افغانستان کې د ملت جوړونې په زمینې کې ناکامه شوه .

 

ټیګونه