د افغانستان په باب د دوحې غونډه نن پیلیږي خو طالبان ئې نه مني
وئيل کیږي ،د افغانستان طالبانو په دغې غونډې کې ځیني شرطونه وړاندې کړي دي چې ورسره پخلاینه نه ده شوې .
زمونږخبریال د خبرو افغان سرچینو له قوله راپور ارکړ، د افغانستان په باب د ملګرو ملتو په کوربه توب دوه ورځنۍ غونډه نن د قطر په پلازمېنه دوحې په داسې حال کې پیلېږي، چې د افغانستان د طالبانو دحکومت استازي به پکې نه وي.
وئيل کیږي ،د افغانستان طالبانو په دغې غونډې کې ځیني شرطونه وړاندې کړي دي چې ورسره پخلاینه نه ده شوې .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د ملګرو ملتونود سر منشي انتونیو ګوټریش ویندوي سټیفن دوجاریک ویلي دي،په دغې غونډې کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د غړو هېوادونو، سیمې او اورګانونو ځانګړي استازي او ځینې افغان مېرمنې هم ګډون وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم پرون تایید کړې چې له ۲۵ تر ۲۸ پورې هېوادونو استازو ته د دوحې په غونډې کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د دغې غونډې په باب خپل دریځ په یوې اعلامیې کې روښانه کړی او وئيلي ئې دي چې دوي به په دغې ناستې کې کوم ا ستازی ونه لري
د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت مرستیال ویندوی حافظ ضیا احمد د اعلامیې په خپریدا سره په یووخت ویلي یې دي،د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې ده چې که طالبان د یواځيني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتو ترمینځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي؛ نو ګډون به ګټور وي، خو په دې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت له خوا بېنتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو.
د دوحې په روانه غونډه کې به د نورو مسایلو تر څنګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د نوي ځانګړي استازي پر ګمارلو هم بحث وشي.