هلمند کې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
(last modified Thu, 22 Feb 2024 10:23:52 GMT )
Feb 22, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • هلمند کې ترافیکي پېښې له امله ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان هلمند ولایت کې سیمه ییز مسؤلین وایي، د کندهار ـ هلمند پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه میرمنې مړې او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي؛ دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ ناوخته د یاد ولایت د نهر سراج ولسوالۍ اړوند په شیندک سیمه کې رامنخته شوې چې د پېښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، یاده ترافیکي پېښه د یوه مسافر وړونکې او بل بار وړونکې موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې طالب چارواکی وایي، په تېرو لسو میاشتو په دغه هېواد کې ترافیکي پېښو له امله یو زرو شپږ سوه تنه مړه او له څلور زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

د لویو لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ او د قوانینو نه عملي کول د دغه ترافیکي پېښو د رامنځته کېدو ستر لاملونه ګڼل کیږي.

 

ټیګونه