د افغانستان یوه پلاوي د ایران د چابهار بندر کتنه کړي ده راپور دلته لرو
(last modified Thu, 29 Feb 2024 11:17:10 GMT )
Feb 29, 2024 15:47 Asia/Kabul

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د سرپرست حکومت يو تخنیکي پلاوي په چابهار بندر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له يو شمېر چارواکو سره ليدلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند« اخندزاده عبدالسلام جواد« وايي د دې وزارت د نړیوال ترانزیټ رییس محمدالله بختیار په مشرۍ يو تخنیکي پلاوي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قمي، د چابهار د ازادې سیمې له مسولینو، د بندرونو له متخصصینو او د سیستان او بلوچستان ولایت له استازو سره لیدلي دي.

ښاغلی جواد وايي، چې دې لیدنه کې د چابهار بندر له لارې د افغانستان د ترانزیټي توکو د لېږد په برخه کې پر اسانتیاوو، د ګمرکي تعرفې په کمولو، له چابهار بندر څخه تر نورو بندرونو د سوداګریزو توکو په لېږد او دې برخه کې د لګښتونو په کمولو، د کانتیټرونو د تخلیې لپاره د ځمکې په ځانګړې کولو او د چابهار ازادې سیمې صنعتي ښارګوټي کې پر افغان سوداګرو د ځمکې د پلور په تړاو خبرې شوې دي.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه ادريس محمدي ځاځی وايي له ايراني چارواکو سره دا ډول ليدنې کتنې په اقتصادي برخه کې مهمې بولي او وايي سوداګرو ته د اسانتياوو بابرول د حکومتونو اساسي دنده ده.

افغانستان په وچه کې ګير هېواد دی او افغان سوداګر د ايران د بندر عباس او چابهار بندر له لارې کولی شي له نړۍ سره سوداګري وکړي.

 

ټیګونه