د افغانستان طالبانو پلاوي په چابهار کښې له میشته افغان سوداګرو سره کتلي
(last modified Sat, 02 Mar 2024 10:06:12 GMT )
Mar 02, 2024 14:36 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو پلاوي په چابهار کښې له میشته افغان سوداګرو سره کتلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د سرپرست حکومت تخنیکي پلاوي په چابهار کې له مېشتو افغان سوداګرو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال ټرانزیټ رئیس محمدالله بختیار تر مشرۍ لاندې تخنيکي پلاوي د چابهار ازادې حوزې ته د خپل سفر په ترڅ کې، د چابهار ښار له یو شمیر افغان سوداګرو سره وکتل.

په دې کتنه کې افغان سوداګرو خپلې ستونزې او ننګونې مطرح کړې او له چابهار بندر څخه د ښې او ګټورې استفادې لپاره یې خپل نظریات او وړاندیزونه له دغه پلاوي سره شریک کړل.

د سرپرست حکومت تخنیکي بورډ د افغان سوداګرو د ستونزو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د دوی ټولې ستونزې او ننګونې به د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو او د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره مطرح کړي او د حل لارې به ورته ولټوي.

 

ټیګونه