د افغانستان طالبان وايي؛ امریکايي بې پیلوټه الوتکې اوس هم د افغانستان پر فضا الوتنې کوي
(last modified Wed, 06 Mar 2024 09:00:53 GMT )
Mar 06, 2024 13:30 Asia/Kabul

د سرپرست حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز وايي، د افغانستان هوايي حریم لا هم د امریکا په کنټرول کې دی.

فصیح الدین فطرت له يوې خصوصي رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د هېواد هوايي حریم لا هم د امریکا له لوري اداره کیږي او امریکايي بې پیلوټه الوتکې وخت ناوخته د افغانستان پر فضا الوتنې کوي.

ښاغلی فطرت د ډیورنډ کرښې په تړاو وایي، چې د دوی حکومت دغه کرښه یوه فرضي کرښه ګڼي.

نوموړی وايي چې، د ډيورند کرښې په اوږدو کې وروستۍ نښتې د پاکستان د پوله‌ساتو ځواکونو د بریدونو په غبرګون کې شوې دي.

فصیح الدین فطرت د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پلور په تړاو ادعاوې ردوي او وایي چې سرپرست حکومت پوځي تجهیزاتو ته جدي اړتیا لري او هېچاته یې د پلورلو اجازه نه‌ورکوي.

د سرپرست حکومت د پوځ لوى درستيز دغه راز د تېر حکومت د ځواکونو د نيولو په تړاو ادعاوې ردوي او وايي چې تر اوسه په دې تور هېڅوک نه‌دي نیول شوي.

د سرپرست حکومت دغه جګپوړی امنیتي چارواکی دا هم وايي چې په کورنیو چارو، استخباراتو او دفاع وزارتونو کې د دوی د وسله والو ځواکونو کره شمېر ۵۰۰ زرو او د اردو شمېر ۱۷۲زرو ته رسېدلی دی.

 

ټیګونه