Mar 15, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې پر رسنیو او ښځینه خبریالانو محدودیتونو زیات شوي

د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر رسنیو او خبریالانو باندې د محدودیتونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي چې رسنیو ته د طالبانو په لارښوونو کې په ځانګړې ډول ښځینه خبریالانې په نښه شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل تازه  راپور کې ویلي چې دغه سازمان ددغو لارښونونو له امله چې د ښځینه خبریالانو د جامو، غږیزو رسنیو ته د ښځو لاسرسي او د طالبانو د چارواکو د فلم او عکس اخیستلو په ګډون، مخ په زیاتیدونکي ډول محدودیتونه پکې شامل دي، په ژور توګه اندېښمن شوی دی.

د بې پولې راپور ورکوونکو سازمان د طالبانو پر مشر ملا هبت الله اخوندزاده باندې غږ کړی، چې پر خبریالانو او رسنیو باندې دې لګېدلي محدودیتونه چې دغه سازمان ځپوونکي اقدامات ګڼلي، پای ته ورسوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، پر رسنیو او خبریالانو باندې ډیر زیات محدودیتونه لګولي چې له امله یې په دغه هېواد کې د مطبوعاتو ازادي ډېره زیاته محدوده شوې ده.

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د پخواني حکومت پر مهال د رسنیو د قانون له مخې له رسنیو او خبریالانو سره چلند کوي.

د دغه قانون د څلورمې مادې له مخې، هېڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولای چې د خبري یا معلوماتي رسنیو ازاد فعالیت منع، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا هم په یو بل ډول د رسنیو په خپرونو کې مداخله وکړي.

ټیګونه