افغان میرمنو په اسلام اباد کې د طالبانو په ضد مظاهره وکړه
د افغانستان د میرمنو له حقوقو سره اړونده د مختلفو مدني ډلو ټپلو سره اړونده میرمنو د حقوقو فعالانو د افغان میرمنو او انجونو په ضد د افغانستان د طالب حکومت د اقداماتو په دوام په اعتراض کې په اسلام اباد کې غونډه وکړه.
ایرنا خبری آژانس راپور راکړ، د افغانستان د میرمنو له بیلابیلو ډلو سره اړونده د میرمنو دحقوقو سلګونو فعالانو د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې په غونډيدا سره د دوحې په غونډې کې د ګډون لباره د افغانستان د سرپرست حکومت په بلنې سخت اعتراض وکړ.
په راپور کې وئیل شوي دي ، د افغانستان د میرمنو له حقوقو سره اړونده د مختلفو مدني ډلو ټپلو سره اړونده میرمنو د حقوقو فعالانو د افغان میرمنو او انجونو په ضد د افغانستان د طالب حکومت د اقداماتو په دوام په اعتراض کې په اسلام اباد کې غونډه وکړه. دغه اعتراضیه غونډه پرون داسلام اباد پریس کلب په وړاندې وشوه او ګډون کونکو دافغانستان د سرپرست حکومت په ضد شعارونه ورکړل. دوي د میرمنو دحقوقو په تیره بیا د انجونو د زده کړې د حق په وړاندې د طالب واکوالانو کړچار او اقدامات هم سخت محکوم کړل.
افغان میرمنو د قطر په هغې دریمې غونډې کې د ګډون لپاره د طالبانو له بلنې سره دخپل مخالفت په اعلانولو سره چې ټاکل شوې ده ، په چنګاښ یا سرطان میاشتې کې په دوحې کې ترسره شي،ووئيل، په دوحې کې د طالب مسئولانو شتون د کابل اوسني جعلی رژيم د په رسمیّت پيژندنې لپاره د هیوادونو د شنې اشارې په معنا دی. دوي همداراز په پاکستان کې د افغان پناه غواړو په تیره بیا د تاوان موندونکو پرګنو د وضیعت د ښه کیدا غوښته کړې او له پاکستانه ئې د دوي د وطنوالو د ویستلو د دریدا غوښتونکي شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو په وسیله د ځپنې له ویرې د ۲۰۱۲کال په اوړي کې د کابل له نسکوریدا وروسته دمدني ادارو او روغتیائي او زده کړې د مرکزونو او په حکومتي اورګانونو کې په کار بوختې ډیرې افغان میرمنې پاکستان ته تللي او له هغو ځيني هماغه شان د انګلستان او امریکاپشمول نورو هیوادونو ته د منتقلیدا په انتظار کې دي.
ټاکل شوې ده د افغانستان په چورلیزتوب سره د دوحې دریمه ناسته د ملګروملتو په کوربتوب سره د چنګاښ یا سرطان د میاشتې په لسمه نیټه په قطر کې ترسره شي.