د یوه خپلواکه هیواد په توګه د افغانستان ملاتړ د ټولو دنده ده
د بریکس ډلې خارجه وزیرانو په افغانستان کې د لازیات د مشاهدې او تائيد وړ اقداماتو غوښته وکړه څو ډاډ ترلاسه شي چې ددغه هیواد خاورې څخه ترهه ګر استفاده نه کوي.
د بریکس ډلې غړو هیوادونو خارجه وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې ټينګار وکړ، د یوه خپلواکه ، سوله ایز او له ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو د پاک هیواد په توګه د افغانستان ملاتړ کوو.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د بریکس ډلې غړو هیوادونو خارجه وزیرانوپه ګډې اعلامیې کې د افغانستان د قضیې د فوري سوله ایز حل غوښته وکړه او دا ئې د سیمې د امنیت او ثبات د پياوړتیا په ګټه وبلله.
د بریکس ډلې د اعلامیې په اساس، لوري د یوه خپلواکه ،متحد، سوله ایز او له ترهه ګرۍ ، جنګ او نشه ایزو موادو د پاک هیواد په توګه د افغانستان ملاتړ کوي.
د بریکس ډلې خارجه وزیرانو همداراز په افغانستان کې د لازیات د مشاهدې او تائيد وړ اقداماتو غوښته وکړه څو ډاډ ترلاسه شي چې ددغه هیواد خاورې څخه ترهه ګر استفاده نه کوي.
دوي په دوام کې هم د افغانستان له خلکو سره د فوري او بې له ځنډه انسان دوستۍ مرستو د وړاندې کولو او د د ښځو ،انجونو او د ټولو قومونو پشمول د درستو افغانانو د اساسی حقوقو د ساتنې په ضرورت هم ټينګار وکړ.دوي همداراز د افغانستان دګاونډیو او سیمه ایزو هیوادونو د نوښتونو پر لومړني او اغیزشیندونکی رول ټینګار وکړ او د افغانستان د قضیې د حل دبهیر د آسانولو لپاره ددغو سیمه ایزو نوښتونو د هلوځلو هرکلی وکړ.