ښځینه ښوونکو د کمې تنخوا له امله اعتصاب وکړ
د افغانستان کابل ښار څخه ځینو سرچینو خبر ورکړی چې یو شمېر ښځینه ښوونکو د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کاري اعتصاب کړی.
د دغه سرچینې د معلوماتو له مخې د کابل د اتمې حوزې د رحمن مېینې د نجونو لیسې ښځینه ښوونکو ویلي چې دوی په ۵ زره افغانیو نشي کولای د خپل ژوند ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د را پورونو له مخې؛ د پوهنې وزیر په امر تر راتلوونکې لارښوونې د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخواوې تر امر ثانې پورې ځنډول شوي دي.
په وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله په امر ټولو ښځینه کارکوونکو ته د میاشتې ۵ زره افغانۍ تنخوا د ورکړې امر شوی.
تېره ورځ د کابل په دولتي روغتون کې ښځينه ډاکټرانوهم د خپلو معاشونو د کموالي په اړه اعتراض کړی وو.
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو درې کاله کېږي چې دولتي ښځینه کارکوونکې په کورونو ناستې دي او یواځې په ځينو برخو لکه پوهنې روغتیا برخو کې فعالیت لري.